د بیلاروس د حکومت مخالفه مشره سویتلانا له امریکايي چارواکو سره ګوري

د بیلاروس د حکومت مخالفه مشره سویتلانا څيخانوسکایا

ټاکل شوې ده د بیلاروس د حکومت مخالفه مشره سویتلانا څيخانوسکایا راتلونکې دوشنبې په لیتوانیا کې د امریکا د بهرنیو چارو له مرستیال وزیر سټيفن بیګن سره وویني.

د دې کتنې هدف په بیلاروس کې ټاکنیزو لانجو ته د سوله ییز حل لټون یاد شوی دی.

بیګن به په لیتوانیا کې د دې هېواد د بهرنیو چارو له وزیر سره وویني چې د بیلاروس د وضعیت او د دوه اړخیزو دفاعي مسایلو په اړه خبرې وکړي.

دا خبره د لیتوانیا د بهرنیو چارو وزارت کړې ده.

بیګن به وروسته له هغه روسیې ته سفر وکړي.

د روسیې د بهرنیو چار مرستیال وزیر سرګي ریابکوف انټرفکس خبري اژانس ته د شنبې په ورځ وویل چې په مسکو کې خبرې به د بیلاروس تر موضوع محدودې نه وي.

وروسته له هغه چې د بیلاروس ولسمشر الکساندر لوکاشینکا د جمهوري ریاست د انتخاباتو د ګټلو ادعا وکړه، د بیله روس په لارو کوڅو کې اعتراضیه لاریونونه راووتل.

حکومت زرګونو کسان نیولي دي او د ځپنې او خلکو د ورکېدو خبرونه زیات شوي دي.

لوکاشینکا په بیلاروس کې ۲۶ کاله واکمني کړې ده.

۳۷ کلنه څيخانوسکایا په ټاکنو کې وروسته له هغه د لوکاشینکا مخالفه کاندیده شوه چې د دې سړی یا مېړه زنداني شو.

هغه اعلان کړی وو چې په ټاکنو کې به ځان کاندیدوي.