افغان چارواکي: تر دوو میاشتو د ممیزو ساتنې لسګونه خونې جوړېږي

ارشیف

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، تر راتلونکو دوو میاشتو پورې به د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د ممیزو د ساتنې لپاره شاوخوا ۴۴۰۰ خونې جوړې شي.

د دې وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډیو ته وویل، د دې خونو د جوړولو کارونه تر راتلونکي دو میاشتو پورې بشپړېږي.

د ښاغلي رستمي په خبره، دغه خونې د ممیزو د کیفیت او ښې ودې لپاره جوړېږي چې په کال کې به شاوخوا ۷۰ زره ټنه ممیز صادرولو ته چمتو کړي.

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت د معلومات له مخې په یو شمېر ولایتونو کې د انګور د حاصلاتو تر موسم پورې به د دغه خونو ډېری یې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.