امنیتي مسئولین: کابل کې دوو چاودنو ۱ پولیس وژلی او ۳ نور یې ټپیان کړي

آرشیف

په کابل کې نن دوو چاودنو یو پولیس وواژه او ۳ نور یې ټپیان کړل.

د کابل امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز ازادي راډیو ته وویل، لومړنۍ چاودنه د اومې امنیتي حوزې اړوند چهلستون سیمه کې شوې چې یو پولیس یې وژلی او بل یې ټپی کړی دی.

فرامرز وایي، د مقناطیسي ماین دې چاودنې یو ملکی وګړی ژوبل کړی هم دی.

بل لورته امنیه قومنداني وایي چې د تایمنیو په سیمه کې د پولیسو پر رنجر ورته چاودنه شوې چې دوه تنه په کې ټپیان شوي دي.

په پلازمېنه کابل کې دې وروستیو شپو ورځو کې د ناامنیو پېښې، له هغې ډلې د ماینونو چاودنې ډېرې شوي دي.