نن په دولتي او خصوصي ښوونځیو کې د ځانګړو ټولګیو حضوري زده کړې پیلېږي

ارشیف

نن شنبه په ټول افغانستان کې دولتي او غیردولتي ښوونځي خپل حضوري درسي بهیر په محدود ډول پیلوي.

د پوهنې وزارت وايي د روغتیا وزارت د سپارښتنې پر اساس په دولتي او خصوصي ښوونځیو کې د ځینو ځانګړو ټولګیو حضوري زده کړې پیلېږي.

د دغه وزارت ویاندې نوریې نزهت پرون جمعه ازادۍ راډیو ته وویل: "د ښوونځیو د بیاپیلېدو له لارښود سره سم [نن] د دولتي ښوونځیو یوولسم او دوولسم ټولګي پیلېږي خو خصوصي ښوونځي له لومړي تر دوولسم ټولګي پورې خپل درسونه په حضوري ډول پیلوي."

د پوهنې وزارت ویانده وايي، د پاتې ټولګیو د حضوري تدریس د پیل په اړه د روغتیا وزارت لارښوونو ته په تمه دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې یا یونیسف په غويي/ ثور میاشت کې ویلي وو، چې په افغانستان کې د کرونا وبا له کبله ۹ ملیونه او ۵۰۰زره ماشومان له زده کړو لیرې پاتې دي.