اتمر او کاملوف پر افغان سوله خبرې کړي

د انځور ښي لور ته ښاغلی کاملوف او چپ لور ته ښاغلی اتمر

د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د ازبکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره د افغانستان د سولې پر بهیر خبرې وکړې.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد پرون ازادۍ راډیو ته وویل، د محمد حنیف اتمر او عبدالعزیز کاملوف په ټیلیفوني مکالمه کې د بین الافغاني مذاکرو د کوربه توب پر موضوع هم بحث وشو.

هغه زیاته کړه: "د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان د سولې د بهیر د کوربه توب، د سولې فضا د ایجاد پر مسئله او د هغې د کوربه توب په اړه د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ته ډاډ ورکړ."

د افغانستان او ازبکستان دغو مشرانو د سوداګرۍ د پراختیا تر څنګ افغانستان ته د وارداتي برېښنا پر موضوع هم بحث وکړ.

ازبکستان تر دې مخکې هم د افغانستان د سولې له پروسې سره د همکارۍ ژمنې کړې دي.