ارګ د تاوتریخوالي او افغان وژنې د دوام مسئول وسله وال طالبان بولي

ارګ

د افغانستان جمهوري ریاست، په هېواد کې د تاوتریخوالي او د افغان وژنې د دوام مسئول وسله وال طالبان وبلل.

د افغانستان حکومت وايي، په قطر کې د طالبانو او واشنګټن له تړون سره- سره په افغانستان کې تاوتریخوالی کم شوی نه دی.

د افغانستان جمهوري ریاست په هېواد کې د روانو جګړو مسئولیت پر وسلوالو طالبانو اړوي.

تر دې مخکې د افغانستان د سولې لپاره د واشنګټن ځانګړي استازي په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر کمولو ټینګار وکړ.

زلمي خلیلزاد پرون د قاصد ستراتیژیکو څېړنو د مرکز د مشر او د سولې د فعال پوهنوال عبدالباقي امین د وژنې په تړاو په یوه ټویټ کې ویلي: "د ډاکټر امین یاد ته سم درناوی دا دی چې ټول اړخونه تاوتریخوالی کم او بین الافغاني مذاکرې پیل کړي."

زلمی خلیلزاد

عبدالباقي امین د چهارشنبې په ورځ د کابل په کمپنۍ سیمه کې د هغه په موټر پورې د یوه نښلول شوي ماین په چاودنه کې ووژل شو.

که ښاغلی خلیلزاد د تاوتریخوالي د کمولو غوښتنه کوي، جمهوري ریاست په افغانستان کې د تاوتریخوالي او د افغانانو د وژنې د دوام مسوول وسلوال طالبان بولي.

د جمهوري ریاست مرستیال ویاند دوا خان مینه پال پرون جمعه ازادۍ راډیو ته وویل: "له هغې موافقې وروسته چې د امریکا د متحدو ایالتونو او طالبانو ترمنځ لاسلیک شوه، د افغانستان حکومت کافي اقدامات کړي دي، تاسو ولیدل چې د افغانستان حکومت اوربند او اورکم کاملاً رعایت کړ خو دا طالبان دي چې لا یې تاوتریخوالي ته دوام ورکړی دی او لا یې هم له افغانوژنې لاس نه دی اخیستی."

د جمهوري ریاست مرستیال ویاند دوا خان مینه پال

ذبیح الله مجاهد، چې ځان د وسله والو طالبانو ویاند معرفي کوي پرون جمعه ازادۍ راډیو ته په یوه لیکلي پیغام کې وویل: "د جګړې د دوام او شدت مسئول هغه څوک دي چې د مذاکراتو او سیاسي حل مخه ډب کوي او هره ورځ په موانع ایجادولو پسې ګرځي."

وسله والو طالبانو او د امریکا متحدو ایالتونو د فبرورۍ پر ۲۹مه، په قطر کې په خپلو کې موافقه لاسلیک کړه، چې د نورو موضوعاتو تر څنګ طالبانو په کې په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمولو ژمنه کړې وه.

خو د ملي امنیت شورا ویلي، چې د موافقې تر لاسلیک ۵ میاشتې وروسته هم د تاوتریخوالي اندازه کمه شوې نه ده.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون ویلي، د روان میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په افغانستان کې د تاوتریخوالي تر ۸۸۰ زیاتو پېښو کې له ۱۲۰۰ زیات ملکیان وژل شوي او تر ۱۷۰۰ زیات نور ټپیان شوي دي.