سویتلانا له کارګرانو غوښتي خپل کاري اعتصاب ته دوام ورکړي

سویتلانا څېخانوفسکایا

د بیلاروس د واکمن رژیم د مخالفانو مشرې سویتلانا څېخانوفسکایا له کارګرانو غوښتي چې کاري اعتصاب ته دوام ورکړي.

سویتلانا په یوه ویډیويي پيغام کې چې نن خپور شوی ویلي که ټول کارګران سره یوځای شي رژیم یې په وړاندې هېڅ کار نه شي کولای.

د راپورونو په اساس په بیلاروس کې مهم سوداګریز شرکتونه له کاري ځوړ سره مخ دي ځکه اکثر کارکوونکو یې له لسو ورځو راهیسې د دولت ضد مظاهرو او اعتصابونو کې برخه اخیستې ده.

د بیلاروس خلک د اوسني ولسمشر السکاندر لوکاشینکا لرې کېدل غواړي.

لوکاشینکا تازه د یوې بلې دورې په مخه د بیلاروس د اګست نهمې ولسمشرۍ ټاکنې ګټلي.

دی له ۱۹۹۴ کاله په بیلاروس واک چلوي او د ده په وخت کې ټولې ترسره شوې ټاکنې د نړیوالو څارونکو له خوا غیر عادلانه بلل شوي.

په وروستیو ټاکنو کې د مخالفانو مشرې سویتلانا څېخانوفسکایا کمې رایې وګټلې خو ویې ویل چې الکساندر لوکاشینکا په درغلیو ځان ولسمشر کړ.