هلمند والي: ایران وسله والو طالبانو ته نوې وسلې او جنګي مهمات ورکوي

د هلمند والي جنرال محمد یاسین

د هلمند والي جنرال محمد یاسین وايي، ایران وسله والو طالبانو ته نوې وسلې او جنګي مهمات ورکوي.

ښاغلي یاسین دا خبره نن د ازادي راډیو په یوه پروګرام کې وکړه.

هغه زیاته کړه: "د دوی اړیکې د ملا نعیم بړېڅ ورته وایي د هغه له طریقه دي، چاودېدونکي مواد، وسلې، دوربینونه، او دا نوې وسلې دا مطلقاً ثابتېږي چې زموږ د ګاونډي هېواد ایران له خوا هم ورسره حمایه کېږي."

ایراني چارواکو تل دا تورونه رد کړي چې په افغانستان یې وسله والو ډلو په تېره طالبانو ته وسلې ورکړي وي.

لویدیځو رسنیو څه وخت مخکې د افغان او امریکايي استخباراتي سرچینو په قول ویلي و چې د افغانستان په جنوب کې د ملي اردو د هوايي ځواک دوه هیليکوپټرونه په وروستیو کې پر هغو توغندو ویشتل شوي غالباً ایران طالبانو ته ورکړي.