لیبیا کې په رسمیت پېژندل شوي حکومت اوربند اعلان کړ

ارشیف

په لیبیا کې د ملګرو ملتونو لخوا په رسمیت پېژندل شوي حکومت سملاسي اوربند اعلان کړ.

په طرابلس کې د واکمن حکومت صدراعظم فایز السراج جمعه په یوه انلاین پیغام کې وویل چې پوځیانو ته یې امر کړی اوربند وکړي.

فایز زیاته کړه چې کال ته به ولسمشرۍ ټاکنې هم ترسره شي.

صدراعظم ویلي، د دې کار هدف دا دی چې په هېواد کې یې امن راشي او بهرني قراردادي جنګیالي ووځي.

د فایز تر قومندې لاندې پوځیانو دوه میاشتې مخکې طرابلس ته نږدې د څو سیمو کنټرول په لاس کې واخیست او د ملیشه قومندان خلیفه باالقاسم حفتر د پوځي کمپاین مخه یې ونیوله.

ترکیه او قطر د طرابلس له حکومته ملاتړ کوي په داسې حال کې چې مصر، روسیه او متحده عربي امارات د حفتر ملاتړي دي.

خلیه حفتر چې د حکومت پر ضد وسله والو پاڅون کړی تر اوسه د اوربند په اړه کومه تبصره نه ده کړې.

خلیفه حفتر د لیبیا د پخواني دیکتاتور معمر قذافي قومندان و چې بیا ورسره چپ شو او په ۲۰۱۱ کال کې د معمر تر وژل کېدو وروسته بېرته هېواد ته ستون شو چې تر اوسه د واک د ترلاسه کولو لپاره مبارزه کوي.