امریکا پر ایران د بندیزونو د بیا پيل ننګه وکړه

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو پر ایران د امریکا د بندیزونو د بیا پيل ننګه وکړه.

پومپيو پرون په نیویارک کې د ملګرو ملتونو سازمان مقر ته ورغلی و او امنیت شورا ته یې یو لیک وسپاره.

امنیت شورا ته په لیک کې پومپیو غوښتي چې ایران په خپلو ژمنو نه دی ولاړ او باید بیا بندیزونه پرې ولګول شي.

پومپیو داسې وخت په ایران د بندیزونو د بیا لګولو غوښتنه کړې چې په دغه هېواد د وسلو د تحریم د پرېکړه لیک تمدید ته چې امریکا یې وړاندیز کړی و چا رایه ورنه کړه.

امریکا په ۲۰۱۸ کال کې له ایران سره د نړۍ د لویو اټومي قدرتونو له تړون ووته او په دغه هېواد یې سخت بندیزونه ولګول.