د تاجکستان ولسمشر: هیله لرم ژر تر ژره افغانستان کې بشپړه سوله راشي

د تاجکستان-بدخشان سرحدي سیمه

د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان ویلي په دې هیله دی چې ژر تر ژره په افغانستان کې بشپړه سوله تأمین شي.

رحمان پرون د تاجکستان-بدخشان سرحدي سیمې ته تللی و او د امو سیند په غاړه ولاړو افغانانو ته‌یې په لوډ سپیکر باندې وینا کوله.

هغه زیاته کړه: "په دې هیله یم چې زموږ په ملګري او ورور هېواد د افغانستان په اسلامي جمهوریت کې ژر تر ژره بشپړه سوله او ثبات ټینګ شي، څو په مټ‌یې زموږ تګ راتګ، د خپلویو پالل، کار، سوداګري او نورې فرهنګي او علمي همکارۍ پراخې شي."

د درواز سیمې اوسېدونکو له امام علي رحمان وغوښتل چې په سیمه‌ییزه کچه دې د دوی د اوبو، برښنا او لارو غم وخوري هغه څه چې رحمان ورسره د پوره کېدو ژمنه وکړه.

د تاجکستان سیاسي شنونکی بهرالدین پولادي بیا وايي امام علي رحمان د ولسمشرۍ ټاکنو په مخه ځان ته کمپاین کوي او غواړي وښيي چې نه‌یوازې په تاجکستان، بلکې د افغانستان په خلکو کې هم محبوبیت لري.