په څلورو ولايتونو کې د نشه يي موادو ۵ قاچاق کوونکي نيول شوي

ارشیف

د کورنيو چارو وزارت له نشه يي موادو سره د مبارزې معينيت وايي، په څلورو ولايتونو کې يې د نشه يي موادو پنځه قاچاق کوونکي نيولي دي.

له نشه يي موادو سره د مبارزې معينيت په خبرپاڼه کې راغلي چې، لومړي عمليات د بدخشان په مرکز فيض اباد کې شوي چې په نتيجه کې يې ۷۳ ليټره شراب او څه اندازه هيرويين نيول شوي دي.

دوهم عمليات په کندز ولايت کې شوي په نتيجه کې يې څلور کيلوګرامه چرس او ټابليټ کا ګولۍ نيول شوي دي.

دريم عمليات د کندهار ښار په دوو ناحيو کې شوي چې په نتيجه کې يې ۱۳۹ ټابليټ کا ګولۍ نيول شوي او څلورم عمليات په پروان ولايت کې شوي چې په نتيجه کې يې نژدې څلورکيلوګرامه هيرويين نيول شوي دي.

د يادونې وړ ده چې د دې نشه يي موادو په تور پنځه تنه هم نيول شوي