اشرف غني: طالبان دې دایمي اوربند ومني

ولسمشر محمد اشرف غني

د افغانستان جمهور رئیس اشرف غني په طالبانو غږ کړی چې دایمي اوربند ومني او د دولت له پلاوي سره خبرې پيل کړي.

هغه دا خبره نن په یوه وېډیويي پیغام کې کړې ده.

نوموړي زیاته کړه: "سوله چې الهي امر او زموږ د ولس له لویو هیلو او ارمانونو څخه ده هغې ته رسېدل موږ خپل رسالت او مسؤلیت ګڼو. په همدې خاطر مو بار بار د طالبانو په ډله باندې غږ کړی چې دایمي اوربند ومني او ژر تر ژره د افغانستان اسلامي جمهوریت دولت سره مخامخ مذاکرات پیل کړي."

د ښاغلي غني دا پیغام د ارګ ماڼۍ په فېس‌بوک پاڼه نن خپور شوی.

هغه د دې پیغام په پيل کې افغان پوځيان ستایلي او ویلي یې دي چې د سیمې او نړۍ په استازیتوب یې د ترهګرۍ او داعش سره د ده په خبره بې‌سارې مبارزه کړې ده.