اورتاګس: پر ایران به د ملګرو ملتونو یو شمېر بندیزونه بیا پیل شي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویانده مورګان اورتاګس

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې مورګان اورتاګس پرون د اګسټ ۱۹مه په یوه بیان کې وویل، د یادښت له ورکولو ۳۰ ورځې وروسته به په ایران د ملګرو ملتونو یو شمېر بندیزونه بیا پیل شي.

د اغلې اورتاګس په وینا په دغو بندیزونو کې پر ایران د وسلو د بندیز تمدید هم شامل دی.

وروسته له دې چې تېره اوونۍ پر ایران د وسلو د بندیز د اوږدولو پر پرېکړه‌لیک سلا ونه‌شوه، اټکل کېده چې مایک پومپیو به د ملګرو ملتونو مرکز ته لاړ شي.