سرچینه: طالبانو د افغان حکومت یوازې ۸۰۰ زندانیان خلاص کړي

د طالبانو له‌خوا د حکومت ازاد شوي بندیان

یوه باوري حکومتي سرچینه وایي، طالبانو د افغان حکومت یوازې ۸۰۰ زندانیان خلاص کړي، نه زر.

د سولې له خبرو باخبره دې سرچینې چې نه‌یې غوښتل نوم‌یې یاد شي ازادي راډیو ته وویل، تر هغو چې طالبان دغه ۲۰۰ زندانیان خلاص نه‌کړي، د هغوی پاته زندانیان به هم نه‌ازادېږي.

د سرچینې په باور، د طالبانو په بند کې د پاته شویو ۲۰۰ زندانیانو په ډله کې ۲۴ کمانډو یا ځانګړي ځواکونه هم شته.

دا په ظاهره یو نوی خنډ دی چې د بین‌الافغاني خبرو په وړاندې پیدا شوی، هغه خبرې چې ټاکل شوې وه د بندیانو په خلاصون سره په دوحه کې پيل شي.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهل شاهین بیا ویلي، ده ته د بندیانو کمېسیون په دې اړه معلومات نه‌دي ورکړي او نوموړی ادعا کوي چې د افغانستان دولت په دې څرګندونو سره د سولې اراده نه‌لري.

طالبانو تېر لوی اختر کې وویل چې دوی څه باندې زر حکومتي زندانیان ازاد کړي چې ورسره د دوی له اړخه دا بهیر بشپړ شو.