بغلان کې چاودنې دوه تنه ووژل

پلخمري ښار

د بغلان چارواکي په پلخمري کې په یوه چاودنه کې د دوو تنو د وژل کېدو خبر ورکوي.

د بغلان د والي ویاند نظیم نجیم نن رسنیو ته وویل چې په دې چادونه کې له ۱۰ زیات کسان ټپیان شول.

ښاغلی نجیم زیاتوي: "نن له غرمې مخکې ۱۰ بجې د پلخمري په بند یک کې یو ماین د بغلان د ملي امنیت د ادارې پر موټر وچاودېد چې په نتیجه کې یې دوه تنه ووژل شوی او ۱۱ نور ژوبل شول."

د نوموړي په وینا په وژل شویو او ټپیانو کې ملکیان هم شامل دي.

د دغې چادونې مسؤلیت چا یا کومې ډلې نه‌دی اخیستی.

بغلان هم د افغانستان یو له نا ارامو ولایتونو بلل کېږي.