سرچینې: لا هم د بین‌الافغاني خبرو پیل په وړاندې دوه اصلي ستونزې پاتي

قطر کې د طالبانو د مرکچي پلاوي یو شمېر غړي

په افغان حکومت کې باخبره سرچینې وايي چې لا تر اوسه هم د بین‌الافغاني خبرو د پیل په وړاندې دوه اصلي ستونزې پاتې دي.

دغه سرچینې چې د موضوع د حساسیت له کبله نه‌غواړي نوم‌یې واخیستل شي ازادي راډیو ته وايي چې لومړی د افغانستان د امنیتي ځواکونو ۶ تنه بحث پاروونکي زندانیان دي چې "شین پر ابي حملې" (د افغان ځواکونو له‌خوا پر بهرنیو ځواکونو حملې) یې کړې دي، فرانسه او اسټرالیا غواړي چې دغه کسان خوشې نه‌شي. دوهم، تر هغو چې افغان ځواکونه چې د طالبانو په بند کې دي خوشې نه‌شي، طالب بندیان به هم خوشې نه‌شي.

سرچینو ازادي راډیو ته د دغو شپږ تنو د هویت په اړه جزئیات ورنه‌کړل، خو د هغو ۴۰۰ طالب بندیانو نوملړ چې یوې امنیتي سرچینې ازادي راډیو ته ورکړی و او یوې بلې امنیتي سرچینې هم تأیید کړی دی ښيي چې حکمت‌الله، شکرالله، محمد داوود، عبدالصبور و نقیب‌الله چې پر بهرنیو ځواکونو یې حمله کړې او هغوی یې وژلي، په دغه نوملړ کې شامل دي.

دغو سرچینو دغه‌راز ويلي چې پنځه هېوادونه 'قطر، جرمني، ناروې، ازبکستان، اندونزیا‌' د "سولې ملګرو" په نوم له افغان سولې بهیر د ملاتړ کمېټه جوړه کړې ده او د ملګرو ملتونو سازمان هم د دغې کمېټې غړی دی.

سرچینې دغه‌راز وايي چې د طالبانو د مرکچي پلاوي ډېری غړي له حقانیه مدرسې فارغ شوي دي.