'د بین‌الافغاني خبرو لپاره د طالبانو په مرکچي پلاوي کې ۱۷ تنه ټاکل شوي'

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر یو شمېر غړي

د طالبانو ډلې د بین‌الافغاني خبرو لپاره ۱۷ کسیز مرکچي پلاوی ټاکلی دی.

یوه باخبره سرچینه چې د موضوع د حساسیت له امله نه‌غواړي نوم‌یې واخیستل شي د دغه پلاوي یو نوملړ ازادي راډیو ته سپارلی دی.

د دغه نوملړ پر بنسټ، د طالبانو ډلې په مرکچي پلاوي کې ډېری هغه کسان غړیتوب لري چې د پېښور په اکوړه خټک، د کراچۍ جامعه فاروقیه، د کوېټې صالحه مدرسه، د کوېټې بهارالعلوم سریاب سټېشن او د پېښور میرام‌شاه معبه العلوم کې زده‌کړې کړې دي.

د دغه نوملړ پر بنسټ، د بین‌الافغاني خبرو لپاره د طالبانو په مرکچي پلاوي کې؛

  • شېخ عبدالحکیم
  • عبدالطیف منصور
  • ملا نورالله نوري
  • ملا عبدالمنان عمري
  • ملا شیرین اخند
  • عبدالسلام حنفي
  • قاري دین محمد حنیف
  • ملا محمد فاضل اخند
  • شېخ محمد قاسم ترکمن
  • مولوي شهاب‌الدین دلاور
  • مولوي مطیع‌الحق خالص
  • محمد سهیل شاهین
  • ملا خیرالله خیرخواه
  • مولوي عبدالحق وثیق
  • محمد نبي عمري
  • انس حقاني
  • مولوي فرید الدین محمود

غړیتوب لري.

ازادي راډیو دغه نوملړ په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر له ویاند سهیل شاهین سره شریک کړ، ښاغلی شاهین وايي چې تر اوسه د مرکچي پلاوي وروستي نوملړ ته لاسرسی نه‌لري او دغه نوملړ یې نه رد او نه هم تأیید کړ.