د امریکا ډیموکرات ګوند جوبایډن رسماً د خپل ګوند کاندید وټاکه

جوبایډن

د امریکا ډیموکراټ ګوند د ملي کنګرې په دوهمه ورځ جوبایدن رسماً د روان کال د ولسمشرۍ لپاره د خپل ګوند کاندید وټاکه چې له اوسني جمهوري‌پال ولسمشر ډونالد ټرمپ سره به سیالي کوي.

ټولو نه، بلکې د ډیموکرات ګوند مختلفو سیاسي څېرو د پخواني مرستیال ولسمشر جوبایډن ملاتړ وکړ.

جوبایډن چې څو میاشتې مخکې یې د ډیموکرات ګوند ډېرو استازو ملاتړ کړی و، د دې ګوند د رسمي کاندید په توګه د غوره کېدو احتمال‌یې ډېر زیات و.

بایډن له استازو مننه وکړه او ویې‌ویل دغه نومونه ورته دا معنی لري چې ټوله نړۍ یې ده او کورنۍ ته ورکړې وي.

پخواني ولسمشر بېل کلېنتن په خپله وینا کې د کرونا پر خپره شوې وبا د ولسمشر ټرمپ پر څارنې انتقاد وکړ او ویې‌ویل چې سپینه ماڼۍ چې باید د دې چارې د رهبري مرکز وی، په‌کې یوازې ګډوډي ده.

د جمهوري‌پالو د مهمو سیاسي څېرو په ډله کې چې د جوبایډن ملاتړ یې وکړ یو هم د امریکا د بهرنیو چارو پخوانی وزیر کولن پاول و.

ټرمپ چې له مکسیکو پولې سره نږدې د سرحدي ګزمو د اتحادیې له غړو سره د کتنې لپاره ارېزونا ته تللی، وویل چې بایډن به د غیر قانوني کډوالو یوې داسې څپې ته لاره پرانیزي چې نړۍ یې تر اوسه ساری نه‌وي لیدلی.