د کابل ښار په ۲ سیمو کې چاودنو ۲ تنه وژلي

د کابل نقشه

د کابل ښار په دوو سیمو کې نن ماین چاودنې شوې دي.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز رسنیو ته په یوه لنډ پيغام کې تأیید کړې چې په دغو چاودنو کې دوه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

د فرامرز په خبره چاودنې د مقناطیسي ماین له امله وې چې یو د اوو بجو په شااوخوا کې په احمدشاه بابا مېنه کې په یوه رنجر موټر او بل‌یې په څه باندې اتو بجو په کمپنۍ سیمه کې د پوهنې وزارت په یوه کرولا موټر شوې.

چا د دغو بریدونو مسؤلیت تر دې دمه نه‌دی اخیستی.

پرون هم په کابل ښار باندې څو راکټي بریدونه شوي و چې له امله‌یې د کورنیو چارو وزارت د جزئیاتو له مخې درې تنه وژل شوي او ۱۶ تنه ټپیان دي.

د پرونيو راکټي بریدونو مسؤلیت د داعش خراسان څانګې په غاړه اخیستی.