کابل چاپ ورځپاڼو د خپلواکۍ د بېرته ګټلو ۱۰۱مې کلیزې نمانځلو په ټړاو تبصرې کړي

کابل چاپ ورځپاڼې

کابل چاپ ورځپاڼو په نننیو ګڼو کې تر ډېره د خپلواکۍ د بېرته ګټلو ۱۰۱ کلیزې نمانځلو او په دغه ورځ راکټي بریدونو په تړاو لېکنې او تبصرې خپرې کړې دي.

  • مسیر

مسیر ورځپاڼې د افغانستان د سیاسي خپلواکۍ د بېرته ګټلو ۱۰۱ کلېزې ته په اشارې لیکلي، که څه هم افغانانو بریتانوي ښکېلاک مات کړ او شوروي اشغالګر یې په ګونډو کړل، خو بیا هم افغانان له یوې اوږدې جګړې سره مخ دي چې هره ورځ قرباني ورکوي.

سرمقاله لیکونکي ټينګار کړی، له اوږدو جګړو وروسته اوس یو ځل بیا یو چانس شته چې هغه د خپلواکۍ چانس دی او موږ باید خپله خپلواکي ترلاسه کړو چې په وینا یې هغه خپلواکي سوله ده او د دې لپاره باید افغانان سره یو شي او په دې لاره کې افغانان باید یو بل ومني.

وړاندې په دې لیکنه کې راغلي، اوس د دې وخت دی چې پر بهرنیو تکیه ونه‌شي، د بهرنیو ځواکونو د پاتې کولو او جګړې هڅه ونه‌شي او په باور یې، اوس باید هر لوری د سولې په لوري ګامونه واخلي او سوله موږ واقعي خپلواکۍ ته رسولی شي.

سرمقاله لیکونکي د سولې په وړاندې وروستیو خنډونو ته په اشارې ویلي که څوک اوس هم ستونزې جوړوي، د جګړې دوام ته لاره پرانیزي او نه‌پرېږدي چې بین‌الافغاني خبرې پیل او بریالۍ شي، نو دوی د خپلواکۍ دښمنان دي.

  • ویسا

وېسا ورځپاڼې لیکلي، افغانان یو ځل بیا په داسې حال کې له انګرېزانو د استقلال د ترلاسه کولو کلیزه ونمانځله چې هېواد یې د اشغال تر ټولو تیاره شپې وختونه تېروي.

سرمقاله لیکونکي روانې جګړې ته په اشارې لیکلي، دا مهال د دغې جګړې له امله اکثره ځوانان له درس او تعلیم څخه پاتې دي، خپل ماضي، ارزښتونو او تاریخ نه بېګانه او بې‌خبره پاتې دي.

د سرمقاله لیکونکي په باور، د هېواد استقلال د ملي بیرغ په درېیو رنګونو باندې د مخونو رنګولو او د والیانو له‌خوا نمایشي غونډو په جوړولو او د بیرغ په رپولو پورې محدود شوی دی.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې لیکلي، پرون د زمري يا اسد ۲۸مه، افغانانو يو ځل بيا د هېواد د خپلواکۍ ۱۰۱مه کليزه ونمانځله، په دې نمانځنه کې ټول ملت، مدني ټولنې، حکومت، رسنيو او عام ولس برخه واخيسته.

ورځپاڼې لیکلې سره له دې چې سږ کال د کرونا له امله هېوادوال ځپل شوي، خو بيا هم په پلازمېنه کابل او ګڼو لويو او وړو ولايتونو، سيمه او نړۍ کې د دې ورځې نمانځنه وشوه، ډېرو خلکو ملي بيرغونه او يا په ملي بيرغونو جوړ شوي توکي پلورل.

ورځپاڼې لیکلي، پرون د خپلواکۍ د نمانځلو پر مهال د کابل ښار پر راکټونو وويشتل شو چې ګڼ کسان‌يې ټپيان او مالي زيانونه‌يې واړول چې په وینا یې دا هغه دښمنان دي چې د افغان ولس خپلواکي يې د سترګو اغزی دی، خو ملت له هېچا وېره نه‌لري، پر خپل هوډ کلک ولاړ دی او څوک‌يې پر ډارنو بريدونو سره نه‌شي وېرولی.

د سرمقاله لیکونکي په باور، دا ملت نن پوه شوی چې جګړه پردۍ ده او دښمن‌يې کرار نه‌پرېږدي او له طالب ډلې غواړي چې پردۍ او د افغان وژنې جګړه پرېږدي، ځکه دا جګړه هېڅ روايت نه‌لري او په جګړه کې خپله د طالبانو زيان دی.