د کابل دارالامان ماڼۍ کې د خپلواکۍ د ۱۰۱مې کلیزې مراسم جوړ شول

دارالامان ماڼۍ

د افغانستان د خپلواکۍ بېرته اخیستلو د ۱۰۱مې کلیزې په مناسبت د کابل په دارالامان ماڼۍ کې مراسم جوړ شول.

په پرونیو مراسمو کې د افغانستان درې رنګی بیرغ پورته کړای شو.

همداراز سندرې وغږول شوې، ښځينه او نارینه موډلانو بېلابېل کالي نندارې ته وړاندې کړل او فرهنګیانو هم ویناوې وکړې.

په همدې حال کې خبریالانو د کابل په وزیر اکبر خان سیمه کې د ډزو او راکټونو د غږونو خبر ورکړ، خو د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د خپلواکۍ د کلیزې په مناسبت په مراسمو کې اورلوبې شوي.

همداراز د دې ورځې په مناسبت د دوبۍ ښار برج خلیفه د افغانستان د بیرغ په رنګونو ړنا شو.

په متحده عربي اماراتو کې د افغان سفارت فرهنګي اتشه صدیق امرخېل پرون ماښام ازادي راډيو ته په دې اړه داسې وویل: "پر ۸:۴۵ دقیقو د نړۍ تر ټولو لوړه ودانۍ د افغانستان په بیرغ رڼا شو."

له هغه راهیسې چې شاه امان‌الله خان په ۱۲۹۸ کال کې له بریتانیا څخه د افغانستان خپلواکي بېرته اعلان کړه، د افغانستان د خپلواکۍ ورځ لمانځل کېږي.