ټرمپ: مناسب وخت کې به له روسیې سره مذاکرات وکړم

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وايي، په مناسب وخت کې به له روسیې سره مذاکرات وکړي.

د روسیې او ښاغلي ټرمپ مذاکرات د بلاروس د ولسمشر الکساندر لوکاشینکا پر وړاندې تر اعتراضو وروسته کېږي.

ښاغلي ټرمپ پرون وویل، د بلاروس اعتراضونه تر ډېره سوله‌يیز ښکاري.

ده زیاته کړه، داسې نه‌ښکاري چې په بلاروس کې دې ډېره ډیموکراسي وي.

اعتراض کوونکي د اګسټ د نهمې په انتخاباتو کې لوکاشینکا د ولسمشر په توګه د منلو وړ نه‌ګڼي ځکه په باور یې دا انتخابات له درغلیو ډک وو.

ښاغلي ټرمپ د دې په اړه چې څه وخت به له مسکو سره خبرې کوي، څه نه‌دي ویلي. ده زیاته کړه چې له نورو خلکو سره به هم خبرې کوي.