غني: دفاع وزارت کې د خپلواکۍ څلي ته د ګلونو ګېډۍ کېښوده

ولسمشر غني

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن د خپلواکۍ د بیا ګټلو د ۱۰۱مې کلیزې په مناسبت په دفاع وزارت کې د خپلواکۍ څلي ته د ګلونو ګېډۍ کېښوده.

ټاکل شوې د دې ورځې په مناسبت نن ماښام د متحده عرب اماراتو په دوبۍ کې برج خلیفه چې د نړۍ تر ټولو دنګه ودانۍ ده، افغانستان په ملي بیرغ رڼا شي.

په متحده عرب اماراتو کې د افغانستان کلتوري اتشه محمد صدیق امرخېل نن سې شنبه ازادي راډیو ته وویل: "ټاکل شوې نن سې شنبه ماښام اته بجې، د نړۍ تر ټولو دنګه او مشهوره ودانۍ خلیفه برج، د افغانستان په ښکلي درې رنګه بیرغ رڼا شي او په متحده عرب اماراتو کې مېشت افغانان او افغان ډیپلوماتان به دا شېبه د خلیفه برج مخې ته په شانداره مراسمو سره ولمانځي."

نن د کابل ترڅنګ په بېلابېلو ولایتونو کې د زمري ۲۸مه، یا د خپلواکۍ د بیا ګټلو ۱۰۱مه کلیزه لمانځل کېږي.