نیوزیلند د کرونا ویروس ۱۳ نوې مثبتې پیښې تأیید کړې

ارشیف

نیوزیلند نن تأیید کړه چې د کرونا ویروس ۱۳ نوې مثبتې پېښې یې ثبت کړې دي.

دې هېواد څو ورځې مخکې ویلي و چې په کور دننه ۱۰۰ ورځې یې د کرونا ویروس د سرایت مثبتې پېښې نه‌درلودې.

د جانز هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې په نیوزیلند کې تر اوسه د کرونا ۱،۸۳۱ مثبتو پېښو له امله د مړینې ۲۲ پېښې ثبت شوې دي.

د دغو شمېرو له مخې دغه‌راز په امریکا کې تکزاس څلورم ایالت دی چې پرون په‌کې د کرونا له امله د تأیید شویو مړینو شمېر له ۱۰ زرو واوښت.

له دې مخکې نیویارک، نیوجرسي او کالیفورنیا ایالتونو کې د مړینو شمېر له دې حده اوښتی و.

د ورلډومېټرز اینفو وېب‌پاڼې د شمېرو له مخې په ټوله نړۍ کې پر کرونا ویروس د اخته شویو کسانو شمېر له ۲۲ میلیونو او له امله‌یې د مړو شویو شمېر له ۷۷۷ زرو اوښتی دی.