هندوستان کي ۴ امنیتي پوځیان او ۲ افراطي وسله‌وال وژل شوي

د هندوستان بیرغ

د هندوستان پولیس د خپلو څلورو امنیتي پوځیانو او دوو افراطي وسله‌والو د وژل کېدو خبر ورکوي.

پولیس وايي لومړی یوه ډله وسله‌والو پرون دوشنبه په سرېنګر کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو حمله وکړه.

په دې حمله کې د ملېشه ځواک دوو افسرانو په ګډون درې کسان ووژل شول. د وسله‌والو نښتې په نتیجه کې یو سرتېری او دوه افراطي وسله‌وال هم وژل شوي دي.

د هندوستان پولیسو دا په روان میلادي کال کې پر خپلو امنیتي ځواکونو تر ټولو خونړۍ حمله بللې ده.

دغه هېواد په وار وار په پاکستان کې دېره افراطي وسله‌وال په کشمیر کې په حملو تورنوي، خو اسلام‌اباد وايي له دغو افراطي وسله‌والو سره کوم ارتباط نه‌لري.