د افغانستان ملي بیرغ به برج خلیفه کې نن ماښام رڼا شي

برج خلیفه

ټاکل شوې نن ماښام برج خلیفه د افغانستان د خپلواکۍ د بیا ګټلو د ۱۰۱مې کلیزې په مناسبت د افغانستان په ملي بیرغ رڼا شي.

برج خلیفه چې په دوبۍ کې ده، د نړۍ په سطحه تر ټولو دنګه ودانۍ ګڼل کېږي.

په متحده عرب اماراتو کې د افغانستان کلتوري اتشه محمد صدیق امرخېل نن سې شنبه ازادي راډیو ته وویل: "ټاکل شوې نن سې شنبه ماښام اته بجې، د نړۍ تر ټولو دنګه او مشهوره ودانۍ خلیفه برج، د افغانستان په ښکلي درې رنګه بیرغ رڼا شي او په متحده عرب اماراتو کې مېشت افغانان او افغان ډیپلوماتان به دا شېبه د خلیفه برج مخې ته په شانداره مراسمو سره ولمانځي."

د زمري ۲۸مه، یا د خپلواکۍ د بیا ګټلو ۱۰۱۰مه کلیزه نن په افغانستان کې هم په بېلابېلو مراسمو سره لمانځل کېږي.

ځینو هېوادونو له دې جملې روسیې، ترکیې، چک جمهوریت، هنګري او لتوانیا افغانستان ته د دې ورځې په مناسبت مبارکي ویلې ده.