افغان حکومت د پاتې طالب بندیانو خوشې کول وځنډول

طالب بندیان

د افغانستان حکومت د طالبانو د پاتې بندیانو په خوشې کېدو کې د ځنډ خبر ورکوي.

د افغانستان حکومت وايي، که څه هم د طالبانو نږدې ۶،۰۰۰ بندیان‌یې خوشې کړي، خو دغې ډلې لا هم پر خپلو ژمنو عمل نه‌دی کړی.

ظاهراً عمده دلیل دا ښوول شوی چې د طالبانو له بنده د حکومت پاتې اسیران نه‌دي خوشې شوي.

د جمهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي پرون وویل، اوس باید طالبان د حکومت پاتې اسیران خوشې کړي.

حکومت تر اوسه نه‌دي ویلي چې له طالبانو سره‌یې څو اسیران پاتې دي.

بل‌خوا د طالبانو د ۶ بندیانو د خوشې کېدو په اړه د استرالیا او فرانسې له‌خوا د افغانستان له حکومت سره ځینې اندېښنې شریکې شوې دي. راپورونه وايي دغه شپږ کسان د استرالیا او فرانسې د وګړو په وژنه کې دخیل ګڼل شوي دي.

د جمهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي پرون دوشنبه له اسوشیټډ پرس خبري اژانس سره په مرکه کې وویل، حکومت د ښه نیت له مخې د طالبانو په زرګونه بندیان خوشې کړل او د اوږدې مودې لپاره د جګړې په میدانونو کې په دفاعي حالت کې پاتې شول.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي

هغه زیاته کړه: "موږ ډېره زړورتیا وښوده. د سولې لپاره مو لوی اقدام وکړ او د طالبانو نږدې ۶،۰۰۰ بندیان مو خوشې کړل، خو که بل اړخ ته وګورئ طالبانو پر خپلو ژمنو عمل نه‌دی کړی."

د مشورتي لویې جرګې د پرېکړې او د ولسمشر محمد اشرف غني د فرمان له مخې باید د طالبانو ۴۰۰ بندیان خوشې کېدلای، خو له دې جملې یوازې ۸۰ بندیان خوشې شوي، د پاتې نورو په اړه ملاحظات شته.

ګارډین د افغان حکومت له لوري د ۴۰۰ لانجمنو طالب بندیانو پر خلاصون لیکنه کړې

سولې وزارت: هغه هېوادونه قانع کوو چې د ځینو طالب بندیانو له خلاصون سره مخالفت لري

د جمهوري ریاست ویاند وايي، د پاتې بندیانو په ډله کې ځینې یې خطرناک ګڼل شوي چې د صدیقي په وینا، نه‌یوازې افغانستان، بلکې نړۍ ته هم خطر پېښولای شي.

اوس اساسي پوښتنه دا ده چې د طالب بندیانو د خوشې کولو ځنډ، د سولې هڅې څومره اغېزمنوي؟

د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویاندې ناجیې انوري تېره شپه ازادي راډیو ته وویل، دا مهال د افغان حکومت د اسیرانو نه‌خوشې کولو او د ځینو طالب بندیانو په اړه د فرانسې او اسټرالیا اندېښنو، د سولې د خبرو مخه ډب کړې ده.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري

هغه زیاته کړه: "د طالبانو له‌خوا د افغانستان د امنیتي ځواکونو د اسیرانو خوشې کول، هغه موضوع ده چې باید د طالبانو له‌خوا عملي شي. په عین حال کې د مذاکرو د پیل لپاره هڅې روانې دي چې د دواړو لورو ترمنځ مستقیمې مذاکرې ژر تر ژره پیل شي."

تر دې مخکې د سولې په چارو کې د دولت وزارت سلاکار عزیزالله فضلي ازادي راډیو ته ویلي وو، د افغانانو خپلمنځي مذاکرې ښايي د اګسټ میاشتې پر ۱۸مه یعنې نن سې شنبه د درېیو ورځو په مخه پیل شي.

طالبان وايي، کله چې یې ټول د پام وړ بندیان د حکومت له زندانونو خوشې شي، په یوه اوونۍ کې د افغانانو خپلمنځي مذاکرو ته کېني.