جوبایډن په رسمي توګه د ډیموکرات ګوند د کاندید په توګه معرفي کېږي

جوبایډن

د امریکا د متحده ایالتونو ډیموکرات ګوند به خپله ملي کنګره سږ کال په مجازې ډول ترسره کړي، دې غونډه کې جوبایډن په رسمي ډول د دغه ګوند د کاندید په توګه معرفي کېږي.

په دې څلور ورځنۍ غونډه کې به بایډن او لومړی مرستیاله یې کامالا هریس وینا هم وکړي.

د امریکا ټاکنې د نومبر میاشتې دریمې نیټې ته پلان شوي چې ډونالډ ټرمپ او جوبایډن په کې د سیالۍ ډګر ته وځي.

ټاکل شوې کامالا هریس د اګست په نولسمه د لومړۍ مرستیالۍ څوکۍ ته په رسمي کاندیدیدو تاریخ جوړ کړي، ځکه دا لومړی ځل دی چې یوه اسیایي-امریکایۍ د ډیموکرات ګوند د نوماند لومړۍ مرستیالۍ ته ټاکل کېږي.

سناتور برني سنډرز او دامریکا پخوانۍ لومړۍ مېرمن میشل اوباما به د پرانستونکو ویناوالو په ډله کې وي.