اروپایي ټولنه د بیلاروس په روان کړکېچ فوق العاده غونډه کوي

مینسک کې د حکومت ضد لاریونونو انځور

ټاکل شوې د اروپایي ټولنې مشران په بیلاروس کې له ټاکنو وروسته پر رامنځته شوي کړکېچ فوق العاده غونډه کې بحث وکړي.

د اروپایي شورا مشر چارلس میچل نن پر خپله ټویټرپاڼه ولیکل چې دغه غونډه به راتلونکې چهارشنبه په بروکسل کې د ویډیو کانفرانس له لارې ترسره شي.

ده لیکلي: "د ببلاروس خلک حق لري چې د خپلې راتلونکې په اړه پرېکړه وکړي او په ازاد ډول خپل مشر وټاکي."

هلته په ټاکنو کې د شپږم ځل لپاره د الکساندر لوکاشینکا تر بریالي کېدو وروسته اعتراضونه پارېدلي دي.

د لوکاشینکا ټاکنیزې سیالي سویتلانا تیخانوفسکایا چې له ټاکنو وروسته لتوانیا ته تښتېدلې، ویلي، بیا ځلي ټاکنې باید وشي.

لوکاشینکا بیا د اعتصاب کوونکو کارګرو یوې ډلې ته ویلي، دویم ځلي ټاکنې به نه ترسره کېږي خو دی د واک د شریکولو نیت لري.