د بیلاروس ولسمشر د واک ویش او اساسي قانون د بدلیدو خبر ورکړ

د بیلاروس ولسمشر الکساندر لوکاشینکا

د بیلاروس ولسمشر الکساندر لوکاشینکا وایي، نوې ټاکنې به نه ترسره کېږي خو دی غواړي چې واک تقسیم او اساسي قانون بدل شي.

لوکاشینکا ویلي، دی خپله دا کار کوي نه د اعتراض کوونکو د فشار له امله.

نوموړي کارګرو ته په یوه وینا کې ویلي: "داسې ورځ به هېڅکله ونه وینئ چې زه په کې تر فشار لاندې یو کار وکړم."

د ده په خبره، که بیا ټاکنې وکړي د نیم کال په موده کې به هرڅه ویجاړ شي.

لوکاشینکا وویل، د واک د ویش په هدف له وړاندې د اساسي قانون په احتمالي بدلون کار پیل شوی، خو په دې اړه یې نور جزئیات ورنه کړل.

د ده ټاکنیزې سیالې سویتلانا تیخانوفسکایا چې له ټاکنو وروسته ګاونډي هېواد لتوانیا ته تللې د بیا ټاکنو غوښتنه کړې او ویلي یې دي، دا چمتو ده چې د واک واګي لاس کې واخلي.