سرچینې: عبدالله د بین‌الافغاني خبرو پیل مراسمو ته غوښتل شوی

د افغانستان د مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله

د افغانستان د مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله ته نږدې سرچینې وایي، نوموړی د بین‌الافغاني خبرو د پبل مراسمو ته غوښتل شوی دی.

دغې سرچینې ازادي راډیو ته وویل، تر اوسه ښاغلي عبدالله په دې اړه پرېکړه نه‌ده کړې.

ښاغلي عبدالله ته نږدې یوه بل کس هم ازادي راډیو سره خبرو کې منلې چې بلنلیک را استول شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې تر اوسه د بین‌الافغاني خبرو د پيل کره نېټه نه‌ده اعلان شوې.

طالبان د دې خبرو پيل ته د ټولو ۴۰۰ بندیانو د خوشې کولو شرط وړاندې کړی.

ولسمشر که څه هم د ټولو دې بندیانو د خوشې کېدو فرمان ورکړی، خو تر اوسه‌یې یوازې ۸۰ تنه ازاد شوي دي.