تهران او اروپايي ټولنې د ایران د اټمي تړون په اړه د ټرمپ پلان رد کړ

د ایران بیرغ

تهران او اروپایي ټولنې د ایران د اټمي تړون د موادو پر اساس د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالد ټرمپ هغه پلان رد کړ چې وایي د ایران پر وړاندې د ټولو بندیزونو د لګولو مېکانیزم فعالوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف په حواله په دولتي رسنیو کې وویل شول چې وایي، امریکایان ښه پوهېږي چې د بندیزونو د بیا لګولو مېکانیزم فعالول غیر قانوني دی او له همدې کبله په مطلق ډول د منلو نه‌دی.

دغه‌راز د اروپایي ټولنې د بهرنۍ پالېسۍ د مشر یوې ویاندې هم د اګسټ پر ۱۶مه ویلي، له هغه وخته چې واشنګټن د ایران له اټمي تړونه ووت، نو په رسمي ډول د دې تړون یو برخه‌وال نه‌ګڼل کېږي.

د امریکا متحده ایالات بیا ادعا کوي چې لاهم د دې تړون ګډونوال دی ځکه په ۲۰۱۵ کال کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړه‌لیک په لېست کې شامل وو، نو له همدې کبله کولای شي دا بندیزونه بېرته ولګوي.

وروسته له دې چې امنیت شورا د اګسټ پر ۱۴مه د ایران پر ضد د وسلو بندیز د مودې له اوږدېدو سره مخالفت وکړ، امریکا وویل چې راتلونکې اوونۍ به یو وار بیا د ایران پر ضد د وسلو بندیز د اوږدېدو هڅه وکړي.

د دې بندیز موده د اکټوبر په ۱۸مه پای ته رسېږي.