قریشي: ټول ښکېل اړخونه دې له ځنډ پرته بین‌الافغاني خبرې پيل کړي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وايي ټول ښکېل اړخونه دې د پرتو مسئلو حل یقیني او له ځنډ پرته بین‌الافغاني خبرې پيل کړي.

هغه دا خبره یکشنبه ناوخته په یوه ټویټ کې کړې ده.

قریشي لیکلي چې زموږ ګډې هڅې د افغان سولې پروسه چټکه کړه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر داسې وخت د بین‌الافغاني خبرو له ځنډ پرته پیل غوښتی چې د دې خبرو په وړاندې وروستی خنډ چې د طالب بندیانو خلاصون و لږ نور هم ځنډنی شوی.

ځینو بهرنیو هېوادونو له هغې ډلې اسټرالیا او فرانسې له افغان حکومت غوښتي چې د پاتې طالب بندیانو له ډلې دې هغه بندیان نه‌خوشې کوي چې د دوی عسکر یې وژلي دي.

ظاهراً همدا چاره د دې لامل شوې چې د طالبانو د ۴۰۰ لانجمنو بندیانو له ډلې یوازې ۸۰ تنه خوشې شي او وروسته له هغه دا پروسه ودرېږي.

افغان حکومت ویلي چې د بین‌الافغاني خبرو د پيل په وړاندې پراته خنډونه هواروي او په کار ده چې طالبان هم له پلمو لاس واخلي او خبرو ته چمتو شي.