سولې وزارت: هغه هېوادونه قانع کوو چې د ځینو طالب بندیانو له خلاصون سره مخالفت لري

یو شمېر خوشې شوي طالبان

د سولې په چارو کې د دولت وزارت وايي هڅه کوي هغه هېوادونه قانع کړي چې د ځینو طالب بندیانو له خلاصون سره مخالفت کوي.

دا خبره د یاد وزارت ستر سلاکار عزیزالله فضلي ازادي راډيو ته وکړه او زیاته‎یې کړه چې خنډونه به هوار او بین‎الافغاني خبرې به ژر پیل شي.

اسټرالیا، فرانسې او ناروې د پاتې ۳۲۰ طالب بندیانو له ډلې د یو شمېر هغو طالبانو له خلاصون سره کلک مخالفت ښودلی چې په خبره‌یې د دوی عسکر یې وژلي دي.

د یادو هېوادونو اندېښنې او ټینګار د بین‎الافغاني خبرو د پيل په وړاندې یوه نوې مانع ده چې ظاهراً افغان حکومت‌یې د ۴۰۰ لانجمنو طالب بندیانو د خلاصون په پروسه کې ټکنی کړی دی.

ښاغلی فضلي زیاتوي: "فرانسه، اسټرالیا او ناروې یا د نورو هېوادونو په بحث به غور کېږي. د دوی سره به بحث کېږي چې دا د افغانستان د سولې لپاره یو غټ قیمت دی او دغه قیمت ورکول په کار دي. چې بالاخره موږ بین‌الافغاني مذاکراتو ته ورسېږو او د یوې دایمي سولې لپاره هغه تېږه کېږدو چې واقعاً هم د افغانانو ورته ضرورت وي."

د سولې په چارو کې د دولت د وزارت ستر سلاکار عزیزالله فضلي

ښاغلي فضلي وویل دوشنبه به د طالب بندیانو د خلاصون پروسه له سره ونیول شي او تمه ده یو شمېر بندیان چې ده‌یې شمېر ونه‌ښود خوشې شي.

هغه وویل د افغان دولت د مذاکره کوونکي ټیم اکثرو غړو د قطر ویزې ترلاسه کړي او پوره چمتووالی لري.

د ملي مصالحې عالي شورا ویاند فریدون خوځون له رسنیو سره په خبرو کې تأیید کړې ده چې د ځینو بهرنیو هېوادونو د ملاحظاتو په سبب د بندیانو د خلاصون بهیر له ځنډ سره مخ شوی دی.

فریدون خوځون

خوځون ویلي افغان حکومت هڅه کوي دا ستونزه داسې حل کړي چې نه د سولې فرصت له لاسه ووځي او نه هم له بهرنیو ملګرو سره اړیکې سړې شي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت شنبه په یوه اعلامیه کې ویلي چې د فرانسوي اتباعو وژونکي د دوی په خبره ترهګر بندیان باید خوشې نه‌شي او دا چې دا بندیان د خلاصېدونکو په لېست کې دي، دوی یې اندېښمن کړي.

د اسټرالیا صدراعظم سکاټ مورېسن هم تېره اوونۍ وویل چې د درېیو اسټرالیايي سرتېرو د وژونکي بندي حکمت‌الله له خوشې کولو سره کلک مخالفت لري او دا موضوع‌یې له امریکا سره شریکه کړې چې د دغه بندي د خلاصون مخه ونیسی.

حکمت‌الله چې د افغان پوځ په لیکو کې و په ۲۰۱۲ کال کې یې درې اسټرالیايي سرتېري په ډزو وژلي و.

د افغانستان جمهور رئیس اشرف غني تېره اوونۍ د امریکا د بهرنیو اړیکو له شورا سره په یوه انلاین غونډه کې ویلي و چې د اسټرالیا په دې غوښتنه غور کوي.

ولسمشر اشرف غني

نوموړي زیاته کړه: "موږ د اسټرالویانو په غوښتنه باندې تمرکز لرو. د قربانیانو له فامیلو سره غمشریکي کوم او ما کلونه مخکې ورسره خبرې کړې وې. دا یو ناوړه عمل دی او ګورو چې څنګه‌یې حل کولای شو."

غني داسې وخت دا خبره وکړه چې د سولې مشورتي لویې جرګې له غوښتنې سره سم‌یې د ۴۰۰ هغو طالب بندیانو د خلاصون امر ورکړی چې د حکومت په خبره د وژنو، قاچاق، ترور او سړي تښتونو په خاطر بندیان دي.

د شخړو د هواري او سولې د مطالعاتو متخصص مشتاق رحیم ازادي راډیو ته وویل چې د بین‌الافغاني خبرو د پیل اوسنۍ مانع باید له ډیپلوماتیکو لارو حل شي.

دی وايي: "اوس ډیپلوماټیکو اړیکو او بحثونو ته اړتیا ده. په دې برخه کې لازمه ده چې د امریکا حکومت او د افغانستان حکومت د فرانسې له حکومت سره تېرې تجربې ته په کتو په تماس کې شي او دا په ټپه ولاړ حالت چې رامنځته شوی دا هوار کړي."

فرانسې یو وخت د حزب اسلامی د ځینو بندیانو له خلاصون او له تور لېسته د ګلبدین حکمتیار د نوم د لیرې کولو په وړاندې هم مخالفت درلود.

طالب بندیان

طالبانو د خپلو ۴۰۰ بندیانو په خلاصون په وار وار ټینګار کړی او وروستی ځل‌یې پرون د ولسمشر اشرف غني هغه خبرې رد کړې چې ویلي یې و دا ۴۰۰ بندیان د نړۍ امنیت ته ګواښ دي.

د طالبانو په اعلامیه کې زیاته شوې چې د دوی جنګیالي د چا لپاره ګواښ نه‌دي او په دې جرم نیول شوي و چې د خپل وطن د ازادۍ لپاره‌یې جګړه کوله.

دې ډلې ویلي همدا چې د پاتې بندیانو خلاصون‌یې بشپړ شي بین‌الافغاني خبرې کوي.