کونړ کې د یوه شاعر صحرايي محاکمې غبرګونونه راپارولي

په دغه محاکمه کې یو دیني عالم یو سیمه ییز شاعر په زوره د توبې ویستلو ته اړ باسي، امنت باالله پرې تېروي او ورته وایي چې ووايي بد یې کړي او دغه راز ځینو نورو ناسمو الفاظو ویلو ته يې اړ مجبوروي.

په کونړ کې د یو شمېر دیني عالمانو لخوا د یو شاعر صحرايي محاکمې د فرهنګیانو، شاعرانو او مدني فعالانو توند غبرګونونه راپارولي دي.

په دغه محاکمه کې یو دیني عالم یو سیمه ییز شاعر په زوره د توبې ویستلو ته اړ باسي، امنت باالله پرې تېروي او ورته وایي چې ووايي بد یې کړي او دغه راز ځینو نورو ناسمو الفاظو ویلو ته يې اړ مجبوروي.

شاعر عبدالخالق په ویډیو کې د څو کسانو مخې ته په عاجزۍ ولاړ دی او د یوه دیني عالم په خوله له سره امنت با الله وايي او بیا يې پرې تکراروي چې ګنې بد یې کړي.

فرهنګیان او د عبدالخالق پلویان وايي، شاعر عبدالخالق تېره اوونۍ د کونړ څوکۍ ولسوالۍ کې په یوه مشاعره کې یو شعر لوستی و چې په کې د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر او د دوه پخوانو جهادي مشرانو په پرتله هنرمندان ښه یاد شوي.

عبدالخالق

د دوي په خبره چې دیني عالمانو له همدې امله دغه شعر ته د دیني مقدساتو ته د سپکاوي نوم ورکړ چې شاعر عبدالخالق يې د ولسوالۍ د ودانۍ دننه صحرايي محاکمه کړ.

د دوي په خبره چې په افغانستان کې عدلي او قضايې ارګانونه شته او که شاعر پړ وي او جرم يې کړی وي نو هغوي دې ترې پوښتنې وکړي او سزا دې ورکړې.

لیکوال او فرهنګي شخصیت محمد ادریس غروال ازادۍ راډیو ته وویل د یادې صحرايې محکمې د پرېکړه کوونکو خلاف يې استېناف څارنوالۍ ته عریضه سپارلې ده.

هغه زیاته کړه: "موږ د کونړ ولایت ټولو شاعرانو، لیکوالانو او ځوانانو د دغې صحرايي محکمې پر ضد نن په څارنوالۍ کې عرېضه وکړه، دغه عریضه مو څارنوالۍ ته وسپارله څو عدليې ارګانونه یې په جدي توګه دا موضوع وڅېړي او تعقیب لاندې يې ونیسي."

فرهنګیان او شاعران وايي، دغو دینې عالمانو یواځې د شاعر لومړي بیت ته پام شوی خو ورپسې بیتونو کې يې بیا شراب، افغان وژنه، جنګ او نور کارونه هم غندلي چې د دوي په خبره په هغه غلي پاتې شوي.

په کونړ کې چارواکي بیا وایي. د بیان ازادي د هر افغان حق دی او هېڅوک حق نه لري چې د یو چا خوله له حقایقو ویلو بنده کړي او هر چا چې شاعر محاکمه کړی، قانوني چلند به ورسره وکړي.

د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمم د یکشنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل: "په دې برخه کې د ولایتي شورا او د مرستیال والي په منځګړیتوب، د دوي ترمنځ روغه جوړه شوې ده، دلته قانون شته، عدلي ارګانونه شته دي، هېڅوک د قانون څخه بره نه دی، د هېواد د ټولو اتباعو حقوق په قانون کې معلوم دي، موږ پلټنه کوو، هر چا چې د قانون خلاف کار کړی هغو ته به سزا ورکول کېږي."

د دغې صحرایي محکمې یو تن ګډونوال مولوي محکم خان وایي، دا صحرایي محکمه نه وه، بلکې له خلکو دبخښنې غوښتنې لپاره جوړه شوې غونډه وه او دې سره د شاعر خلاف د خلکو غصه غلې شوې ده.

هغه زیاتوي: "دلته یواځې د علماو په واسطه د ټول ولس غصه کمه کړل شوې ده، دا محکمه نه وه، دلته ولسونه راټول شوي و، صرف هغه کس ته یې وویل چې کوم الفاظ دې د وطن دود او اسلام خلاف استعمال کړي په هغه خپله پښېمانتیا څرګنده کړه."

لیکوالان، فرهنګیان او شاعران وايي، دوي د وسله والو طالبانو تر واک لاندې سېمو کې د هغوي لخوا د صحرايي محکمو په اړه خبرونه اورېدلي و خو دا لومړی ځل دی چې د حکومت تر واک لاندې سیمه او د ولسوالۍ د ودانۍ دننه یو څوک د عدلي ارګانونو له پرېکړې او د هغوي له شتون پرته محاکمه کېږي.