کابل ښاروالۍ د قلعه زمان خان په بنايي سيمه کې ناقانونه کورونه ونړول

د قلعه زمان خان په بنايي سيمه کې د ناقانونه کورونو د نړولو بهیر

کابل ښاروالۍ د قلعه زمان خان په بنايي سيمه کې د شپېته متره سړک تر غاړې ناقانونه کورونه ونړول.

د دې ادارې د مطبوعاتو برخې مسؤل مصطفی صديقي د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وويل، دغه کورنه په دولتي ځمکه کې په ناقانونه ډول جوړ شوي و او د سړک جوړونې چارې يې له ستونزو سره مخ کړې وې.

که څه هم د سيمې يو شمېر اوسېدونکي له حکومته د سرپناه غوښتنه کوي خو مسئول چارواکي بيا وايي چې د دې کورونو خاوندانو ته‌يې د کابل په يوه بله سيمه کې ځمکې ورکړي.

د کابل ښاروالۍ د چارواکو په وينا د قلعه زمان خان سړک د جوړېدو پروژه يوه له مهمو هغو ده چې څلور کيلو متر اوږدوالی او شپېته متره بر لري.

د دوي په خبره، د دې سړک په جوړېدو سره به احمدشاه بابا مېنه له مکروریانو سره ونښلي.

د کابل ښاروالۍ چارواکي په ټينګار سره وايي، د دې سړک له جوړېدو سره به په کابل ښارکې د ټرافيکي ګڼې ګوڼې کچه هم تر زياته راکمه شي.