د یوناما پلاوي په قطر کې طالب استازو سره لیدلي

قطر کې د طالبانو استازي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر یا یوناما وايي، د دوی چارواکو په قطر کې د طالبانو له سیاسي کمېسیون سره وکتل.

یوناما ویلي، چې چارواکو یې روانه اوونۍ د افغانانو د خپلمنځي مذاکراتو د پیلېدو ملاتړ ښوولی دی.

یوناما په خپل یوه ټویټ کې تېره شپه ویلي، مذاکرو ته د زمینې برابرېدو لپاره د تاوتریخوالي کمولو ته اړتیا ده.

د افغانستان حکومت ویلي، چې د افغانانو د خپلمنځي مذاکراتو لومړی پړاو به په قطر کې وشي، چې طالبان په کې سیاسي دفتر لري.

د افغانانو د خپلمنځي مذاکراتو په وړاندې یو خنډ د پاتې ۴۰۰ طالب بندیانو په خوشې کېدو کې اختلافات بلل شوي دي.

مشورتي لویې جرګې د دغو بندیانو د خوشې کولو سلا ورکړه او حکومت تېره پنجشنبه د دغو ۴۰۰ بندیانو د خوشې کولو لړۍ د ۸۰ بندیانو په خوشې کولو سره پیل کړه.