هېواد: طالبانو د سولې هڅې له خنډ او ځنډ سره مخ کړې؟! 

کابل ورځپاڼې

د کابل چاپ ورځپاڼو په نننیو ګڼو کې تر ډېره د سولې مذاکراتو د ځنډېدو او د طالبانو دریځ ته اشاره شوې ده.

  • مسیر

مسیر ورځپاڼې لیکلي، حکومت یوازې ۸۰ بندیان خوشې کړي او نور همداسې پاتي او وايي چې دا بندیان خطرناک دي او د نړۍ او افغانستان امنیت ګواښي.

سرمقاله لیکونکي پوښتنه کړې، که ارګ دا بندیان نه‌خوشې کوي او یا یې د خوشې کولو لپاره شرایط لري، نو بیا د جرګې رابلل، لګښت او د ولس رایه څه معنی لري!؟

د سرمقالې لیکوال ادعا کړې چې حکومت د ولس په رایه ملنډې وهي او په وینا يې کله چې جرګه د دوی د تمایل خلاف پرېکړه کوي، نو بیا یې په عملي کولو کې خنډ او ځنډ پیدا کوي.

د سرمقاله لیکونکي په باور، د بندیانو د خوشې کولو په اړه د ارګ دریځ او کړنې په عملي ډول د بین‌الافغاني خبرو پیل ځنډولی دی.

مسیر ورځپاڼې ټينګار کړی، ارګ چې د دې ځنډ لپاره کوم دلایل تراشي، هغه نه معقول دي او نه هم سم او په باور یې، له همدې امله د جګړې او ټولو وژنو پړه‌یې پر غاړه ده او په دې تړاو به له چارواکو سره حتمي حساب کېږي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا لیکلي، "طالبانو د سولې هڅې له خنډ او ځنډ سره مخ کړې؟!"

وړاندې راغلي، په پلان کې وه چې نن يکشنبه په قطر کې له وسله‌والو ‌طالبانو سره د افغان حکومت له‌خوا د مذاکراتي پلاوي مستقيمې خبرې پيل شي، خو په خبره‌یې له ډېره بده مرغه چې اوس طالبانو بيا هم په بله پلمه د مذاکراتو دا لړۍ درولې او د سولې خبرو ته نه‌حاضرېږي.

د سرمقاله لیکونکي په وینا، حال دا چې افغان حکومت د هغوی د ۴۰۰ خطرناکو زندانيانو د ازادولو لړۍ هم پيل کړې ده چې له دې ډلې د سولې لپاره د مشورتي لويې جرګې د پرېکړې له مخې ۸۰ زندانيان تېره پنجشبنه خوشې شول او پاتې ۳۲۰ نور به‌يې هم ژر خوشې شي چې د سرمقاله لیکونکي په باور، دلته اوس د سولې د ځنډولو او په دې لاره کې د خنډونو اچولو هېڅ پلمه نه‌ده پاتې، دا سوله ملي او نړيواله غوښتنه ده، غوره ده چې طالبان د افغانستان ننني واقعيتونه درک کړي او ژر تر ژره د سولې خبرو ته حاضر شي.

سرمقاله کې ټينګار شوی چې د طالبانو وروستۍ څرګندونې د پلمو او د سولې په پروسه کې د وخت ضايع کولو ادامه په هېڅ توګه نه افغانانو ته د منلو ده او نه هم نړيوالې ټولنې ته.

  • ارمان

ملي ارمان ورځپاڼې خپله سرمقاله په دې پوښتنې پیل کړې، "وسله‌والو طالبانو د قدرت ښودلو لپاره ولې د کابل شمالي سیمه وټاکله؟"

د سرمقالې لیکوال وړاندې په سرمقاله کې تور پورې کړی چې وسله‌والو طالبانو په افغانستان کې د خپلې واکمنۍ پر مهال د کابل په شمال کې خلکو ته ډېره مرګ‌ژوبله اړولې وه.

د سرمقالې لیکوال دغه‌شان لیکلي په داسې حال کې چې ټاکل شوې په نږدې راتلونکي کې د سولې بین‌الافغاني خبرې پیل شي طالبان غواړي چې د سولې مذاکراتو له پیل وړاندې خپل پوځي قدرت وښیي او په دې سره څرګنده کړي چې د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته په کابل ولکه ټینګه کړي.

په سرمقاله کې وړاندې د کابل په شمالي ولسوالیو کې وروستیو غلچکیو بریدونو ته اشاره شوې او په‌کې لیکل شوي په دې حملو سره طالبانو وښوده چې په دې سیمو کې دغه ډله منظمې استخباراتي او پوځي شبکې لري.