نیمروز او تخار کې لسګونه معتادین د درملنې مرکزونو ته یووړل شول

په نشه اخته شوي کسان

په نیمروز او تخار ولایتونو کې لسګونه معتادین راټول او د درملنې مرکزونو ته یووړل شول.

د عامې روغتیا وزارت د نشه‌يي موادو د غوښتنې کمولو ریاست وايي چې د دې ریاست روغتیايي کارکوونکو د پولیسو په مرسته د نیمروز ولایت له مرکز زرنج څخه ۱۰۰ معتادین او د تخار ولایت له مرکز تالقانو څخه ۲۹ معتادین راتول او د درملنې مرکزونو ته‌یې معرفي کړل.

په دې دوو ولایتونو کې د معتادینو د راټولولو پر مهال د نشه‌يي موادو خرڅوونکي هم نیول شوي دي.