اسرائیل: پر ايران د وسلو بندیز نه‌تمدید منځني ختيځ کې بې‌ثباتي زیاتوي

د ایران بیرغ

د اسرائیل د بهرنیو چارو وزیر، ګابي اشکنازي ویلي چې پر ايران د ملګرو ملتونو د سازمان له‌خوا د وسلو د بندیز د وخت نه‌تمدید په منځني ختيځ کې بې‌ثباتي زیاتوي.

امریکا په وروستیو کې د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غوښتنه وکړه چې پر ایران د وسلو د بندیز وخت تمدید کړي.

امریکا د جمعې په ورځ دا پرېکړه‌لیک امنیت شورا ته وړاندې کړ.

خو د شورا له ۱۵ غړو یوازې دوو موافقه ورسره وکړه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په دې اړه پر ټویټر ولیکل چې د امنیت شورا په دې کې ناکامه شوه چې ایران د خپلو کارونو مسؤل وګڼل شي.

د روېټرز خبري اژانس په حواله، د اسرائيل د بهرنیو چارو وزیر ګابي اشکنازي ویلي چې د ایران سخت دریځی رژیم په ټوله نړۍ کې ترورېستانو ته پیسې ورکوي او له ترورېزمه د سیاسي وسیلې په توګه کار اخلي.