فوزیه کوفي: که ټپونه مې ورغېدل د سولې خبرو لپاره به قطر ته ولاړه شم

فوزیه کوفي

فوزیه کوفي وايي، که‌یې ټپونه ورغېدل پر سوله د خبرو لپاره به قطر ته ولاړه شي.

هغه له طالبانو سره د مذاکرې لپاره د دولتي پلاوي غړې ده.

پر فوزیې کوفي د اګسټ په ۱۴مه د پروان-کابل پر لاره، د کلکان په سیمه کې ناڅرګندو کسانو ډزې وکړې.

هغې پرون د روغتون له خونې له ازادي راډیو سره په لنډه ټیلیفوني مکالمه کې وویل چې په لاس لګېدلې او زخم‌یې ډېر ژور نه‌دی.​

فوزیه کوفي په یوه وسله‌واله حمله کې ټپي شوه

عبدالله عبدالله پر فوزیې کوفي برید وغانده

فوزیه کوفي وویل: "زه چې څرنګه جوړه شم قطر ته د خبرو لپاره ځم، هر څومره چې موږ ماتې کړي، موږ هغومره تېزېږو او بیا راټوکېږو."

  • پر فوزیې کوفي حمله چا کړې ده؟

د حملې مسئولیت چا نه‌دی اخیستی.

د طالبانو ویاند پرون رسنیو ته وویل چې دوی پر کوفي له حملې سره هېڅ ډول تړاو نه‌لري.

د ملا برادر په مشرۍ د طالبانو د قطر دفتر غړي

خو کوفي ازادي راډیو ته وویل، د ملي امنیت ادارې ورته ویلي چې په هغه سیمه کې د داعش وسله‌وال فعال دي.

هغې وویل، هر څوک چې وو، خو حملې ته‌یې ځانونه ښه تیار کړي وو.

فوزیه کوفي زیاته کړه: "هغوی د افغانستان د خلکو دښمنان دي، پوهېږئ چې د بین‌الافغاني خبرو په درشل کې یو او هغوی غواړي چې د خلکو غږ، مخصوصاً د ښځو غږ غلی کړي."

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مشرې، شهرزاد اکبر روېټرز خبري اژانس ته ویلي، د هدفي حملو دا لړۍ د اندېښنې وړ ده او د سولې لپاره پر روانو هڅو منفي اغېز کولائ شي.

  • د سولې مخامخ خبرې به څه وخت پيل شي؟

د سولې لپاره د حکومت او طالبانو د مخامخ خبرو د پیل لپاره رسمي هڅې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې پیل شوې.

طالبانو د روان کال په فبرورۍ کې له امریکا سره د سولې موافقه وکړه.

تر دې موافقه لاندې باید د طالبانو ۵،۰۰۰ بندیان د حکومت له زندانونو او توقیف ځایونو خوشې شي.

طالبانو هم د حکومت د ۱،۰۰۰ جنګي اسیرانو د ازادولو ژمنه کړې ده.

خو د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین پرون ازادي راډیو ته وویل چې حکومت د دوی د ۴۰۰ بندیانو په خوشې کولو کې ناغېړي کوي او د سولې د خبرو پیل‌یې ځنډولی دی.

د حکومت له‌خوا ازاد شوي طالب بندیان

له بله پلوه، د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني واشنګټن پوسټ ته په یوه یادداشت کې لیکلي چې د طالبانو د ۴۰۰ بندیانو د خوشې کولو پرېکړه سخته وه.

اشرف غني لیکلي، په هغوی کې داسې کسان و چې د افغانانو او د نړیوالې ټولنې د وګړو د قتل په ګډون‌یې په جدي جنایتونو لاس پورې کړی و.

غني لیکلي چې د هغوی د ازادۍ فرمان‌يې لاسلیک کړ او نور د دې وخت دی چې طالبان د افغانستان د اسلامي جمهوریت له پلاوي سره د سیاسي جوړجاړي لپاره د خبرو پر مېز کېني.

خو د حکومت او وسله‌والو طالبانو د استازو ترمنځ د سولې د خبرو د پیل دقیقه نېټه لا نه‌ده څرګنده.