ارګ: طالبان د سولې خبرو د پیل پر وړاندې پلمې جوړوي او وخت ضایع کوي

قطر کې د طالبانو استازي

د افغانستان حکومت وایي، طالبان په وروستیو څرګندونو سره د سولې خبرو د پیلېدو پر وړاندې پلمو او د وخت ضایع کولو ته دوام ورکوي.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي نن داګست ۱۵ پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، د افغانستان دولت چې د ده په خبره د افغانانو د غوڅ اکثریت استازیتوب کوي، د دې خبرو اصلي لوری دی.

تر دې وړاندې د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد د سولي خبرو لپاره د بین الافغاني کلمې پر سم والي انتقاد کړی او ویلي یې دې چې دا ډله د کابل اداره په رسمیت نه پیژني.

د طالبانو په یوې اعلامیې کې دا هم ویل شوي چې د دوحې د تړون له مخې دا خبرې د دوو اړخونو ترمنځ کېږي چې دواړه افغانان دي.

د افغانستان د ولسمشر ویاند په خپل ټویټري پیغام کې لیکلي چې دا ډله د ده په خبره د ملت د هېڅ برخې استازیتوب نه کوي او باید د جګړې د ختمېدو لپاره د خلکو غوښتنې ومني.

تمه ده د پاته ۳۲۰ طالب بندیانو تر خوشې کېدو وروسته په قطر کې د افغانانو ترمنځ د سولي خبرو لومړی پړاو پیل شي، خو دقیق وخت یې تر اوسه معلوم نه دي.