افغاني تولیدات په نړیوال انلاین بازار کې نندارې ته وړاندې شول

ارشیف

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، افغاني تولیدات نړیوال انلاین بازار کې نندارې ته وړاندې شول.

د دې وزارت د عامه اړیکو مسئول جواد دبیر نن ازادي راډيو ته وویل، دغې انلاین بازار ټولو شرکتونو ته یو ښه د بازار موندنې فرصت برابر کړی او له دې فرصت په استفادې دغه شرکتونه کولای شي خپل تولیدات نندارې ته وړاندې کړي.

د ښاغلي دبیر په خبره، دغه نندارتون د یو بهرني شرکت لخوا په لاره اچول شوی او افغان سوداګرو ته هم په کې د ګډون بلنه ورکړل شوې.

په هېواد کې د کرونا ویروس له خپرېدو وروسته د انلاین نندارتونو بازار هم ګرم شوی دی.

او نن د کابل په شهزاده سرای کې افغانۍ د څو بهرنیو اسعارو پروړاندې په دې ډول بدلېږي.