عبدالله عبدالله پر فوزیې کوفي برید وغانده

عبدالله عبدالله

د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله هغه څه غندلي چې د سولې د مرکچي پلاوي د غړې فوزیه کوفي د وژلو هڅه یې بللې ده.

ښاغلي عبدالله پر خپل ټویټر له حکومت غوښتي چې د دې پېښې عاملان دې پیدا کړي.

د طالبانو سره د بین الافغاني خبرو لپاره د حکومت د مرکچي پلاوي مشر محمد معصوم ستانکزي تېره شپه پر خپل ټویټر د اغلې کوفي د ټپي کیدو خبر ورکړ.

نوموړې ویلې، مېرمن کوفي تېر ماښام د کابل - پروان په لویه لاره د ناڅرګنده وسله والو په برید کې ټپي شوې ده.

تر اوسه چا د دې برید مسئولیت پر غاړه نه دی اخیستی.

د سولې د مرکچي پلاوي یو بل غړي باتور دوستم ویلي، د بشریت دښمنانو د میرمن کوفي د رسا غږ د خاموشه کولو قصد درلود.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون ریسې شهرزاد اکبر هم ددې پېښې په اړه د څېړنو غوښتنه کړې.

نوموړې پر خپل ټویټر لیکلي: "دا ډول هدفي بریدونه، د سولې په بهیر کې د اعتماد فضا زیانمنولی شي."

دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې په نژدې ورځو کې د قطر په پلازمېنه دوحه کې بین الافغاني خبرې پیلېږي.