فوزیه کوفي په یوه وسله‌واله حمله کې ټپي شوه

فوزیه کوفي

د ولسي جرګې پخوانۍ استازې او د حکومت د سولې د مرکچي هیئت غړې فوزیه کوفي پرون په یوه وسله‌واله حمله کې ټپي شوه.

د افغانستان د سولې د مرکچي پلاوي مشر محمد معصوم ستانکزي تېره شپه پر خپل ټويټر ليکلي چې فوزيه کوفي تېر ماښام د پروان-کابل پر لاره د نامعلومو وسله‌والو کسانو په حمله کې ټپي شوې ده.

ښاغلی ستانکزی زياتوي چې مېرمن کوفي برسېرنه ټپي شوې او روغتيايي وضعیت‌يې ښه دی.

تر اوسه د دې پېښې مسؤلیت چا نه‌دی منلی.