د چلنج کپ د لومړۍ درجه مسابقو په لړ کې ننګرهار او فاریاب لوبې وګټلې

ارشیف

د کرکټ په ولایتي سیالیو کې د ننګرهار او فاریاب ولایتي لوبډلو بریاوې خپلې کړلې.

د چلنج کپ د لومړۍ درجه مسابقو په لړ کې درېیمه مسابقه پرون جمعه د ننګرهار او د میدان وردګ او څلورمه د فاریاب او کندهار لوبډلو ترمنځ وشوه.

د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک پرون ناوخته ازادي راډیو ته وویل: "ننګرهار او فاریاب لوبډلو بریاوې ترلاسه کړې دي. دا ۵۰ اووره لوبې دي. دغه لوبې په کرکټ کې د لوبغاړو د ودې او پرمختګ او په تخنیکي برخه کې د ښه‌والي لپاره یو ښه فرصت دی."

په پام کې ده نن شنبه د چلنج کپ لومړۍ درجه سیالیو په دوام په الف ډله کې د کابل او هلمند لوبډلې د بلخ او خوست کرکټ ټیمونو سره مخامخ شي.

په خوست ولایت کې دغه ۵۰ اووره مسابقې چې تر راروانې شنبې «۲۰۲۰ کال د اګسټ ۲۲» دوام کوي، د اتو ولایتي لوبډلو ترمنځ کېږي.

په پام کې ده پایلوبه یا نهايي مسابقه په کابل کې وشي.