امریکا ونزوئلا ته پر لار د ایران د تېلو څلور ټانکرونه ضبط کړي

د امریکا له‌خوا ضبط شوی ټانکر

د امریکا متحده ایالاتو د تېلو څلور هغه ټانکرونه ضبط کړي چې له ایران څخه ونزوئلا ته پر لار وو.

د امریکا د عدلیې وزارت دا د حکومت له‌خوا د ایران د تېلو تر ټولو لویه اندازه بللې چې ضبطېږي.

دغه وزارت پرون جمعه په یوه اعلامیه کې وویل، د امریکا د قانون د تنفیذ ځواکونو هغه بار وړونکي ټانکرونه چې د اټکل له مخې یو میلیون او یو لک او ۱۶ زره بېرله تېل‌یې لېږدول نیولي دي.

د وزارت په حواله، دغه تېل د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواک اړوند او ونزوئلا ته پر لار وو.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ پرون وویل چې دغه ټانکرونه د تکزاس ایالت هیوسټن ښار ته د لېږدول کېدو په حال کې دي.

اول والسټریټ ژورنال ورځپاڼې د دغو ټانکرونو د ضبطېدو خبر تېره پنجشنبه ورکړ.

راپورونه وايي، د سپاه پاسداران قدس ځواک د ۲۰۱۸م کال له سپټمبر میاشتې راهیسې د امریکا له بندیزونو په سرغړونې د تېلو انتقالات پیل کړي دي.

د ایران ترڅنګ پر ونزوئلا هم د امریکا له‌خوا بندیزونه لګول شوي دي.