بدخشان کې چاودنې د ملي اردو ۴ سرتېري ووژل

د افغانستان په عمومي نقشه کې بدخشان ولایت

د بدخشان امنیتي چارواکو ویلي د ملي اردو څلور سرتېري د ماین په یوه چاودنه کې وژل شوي.

د بدخشان د امنیه قوماندانۍ ویاند ثناالله روحاني ازادي راډیو ته وویل پېښه نن له غرمې مخکې شوې او دوه سرتېري په‌کې ژوبل شوي هم دي.

ښاغلی روحاني زیاتوي: "شاوخوا ۱۰ بجې د ملي اردو رنجر موټر غوښتل له فیض‌اباد ښاره ارګو ولسوالۍ ته لاړ شي چې د رېزکان کوتل په سیمه کې په ماین وربرابر شو. په چاودنه کې څلور د ملي اردو سرتېري وژل شوي او دوه نور یې ټپيان دي."

چا د دې برید مسؤلیت نه‌دی منلی. طالبانو هم تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه‌دي ویلي.