اشرف غني: طالبان دې د سولې خبرو درشل کې له ماین خښولو لاس واخلي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني

د افغانستان ولسمشر وایي چې طالبان باید د حکومت د سولې د مرکچي پلاوي سره د خبرو په درشل کې له تاوتریخوالي او په ځانګړي ډول د ماینونو له خښولو لاس واخلي.

ښاغلي غني په کندهار ولایت کې د ماین په یوې چاودنه کې د یو شمېر ملکي وګړو د وژل کېدو په غبرګون کې کړې ده.

د ولسمشرۍ ماڼۍ په یوې اعلامیه کې ولسمشر د کندهار پرونۍ پیښه په کلکه غندلې ده.

د کندهار چارواکو وویل چې د پنجشنبې په ورځ په پنجوایي ولسوالۍ کې د ماین په چاودنه کې یو ماشوم او درې ښځې ووژل شول او د شپږ نور ماشومان ټپیان شوي دي.

د ارګ په اعلامیه کې ویل شوي چې دا ماین طالبانو د سړک په غاړه کې خښ کړی وو. طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

تر اوسه د دې پیښي مسؤلیت چا نه‌دی منلی.